د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي، افغانستان دې امنیتي تړون ژر لاسلیک کړ


امریکا وايي پر افغانستان ټینګار کوي چې هغه امنیتي تړون لاسلیک کړي چې تر مخه به یې امریکايي پوځیان په افغانستان کې پاتې شي.


امریکا غواړي، د روان کال تر پایه له افغانستانه د زیاتره بهرنیو پوځیانو تر وتلو وروسته، په هغه هیواد کې ۱۰۰۰۰ سرتېري وساتي. امریکا دا خبرداری هم ورکړی دی چې که امنیتي تړون ژر لاسلیک نه شو نو خپل ټول سرتېري به له هغه هیواده وباسي.

افغان ولسمشر تر اوسه د تړون له لاسلیکولو انکار کوي. تېره ورځ، د سپينې ماڼۍ ویاند جې کارنې وویل، امریکا به په تړون له سره خبرې ونکړي. د جې کارنې تر دې خبرو مخکې د امریکا د ملي استخباراتي ادارې مشر جېمز کلیپر د سېنېټ پوځي خدماتو کمېټۍ اورېدنې ته وویل، باور نه لري چې کرزی به دا تړون لاسلیک کړي.

ده وویل، واشنګټن باید انتظار وباسي چې د اپرېل په میاشت کې د افغانستان نوی ولسمشر انتخاب شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG