د امریکا پارلیمان په زيات اکثریت سره یو قرارداد منظور کړ چې د اوکراین له خلکو سره د جمهوریت او د یورپ لپاره د یوې لویې هېلې ملاتړ کوي.
په دې قرارد کې د اوکراین پر چارواکو هم غږ شوی چې د هغه احتجاجیانو د حقونو احترام دې وکړي چې د اوکراین په سر ښار کیف او نورو ښارونو کې د خپل هیواد لپاره د جمهوري مستقبل په حق کې مظاهرې کوي.
په امریکايي پارلیمان کې پرون د دوشنبې پر ورځ ۳۸۱ رایې د دې قرار داد په حق کې او يوازې ۲ يې په مخالفت کې واچول شوې.
تر دې وړاندې په برسلز کې د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو وزیرانو په غونډه کې یو وار بیا د دې پخلی کړی چې د دوی اتحادیه له اوکراین سره د تړون د لوظنامې لاس لیکولو ته ژمنه ده.
په اوکراین کې وروسته له هغې مظاهرې شورو شوي چې د تیر کال د نومبر په میاشت کې د دغه هیواد ولسمشروکټر یانو کوویيچ له روس سره د نږدې اړیکو په خاطر له اروپايي اتحاديې سره د تړاو د دغه لوظنامې لاسلیکولو څخه پر شا شو.