د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغان کډوالو سره د بشري مرستو تګلاره عملي کېږي


تمه ده چې افغان حکومت به نن په هیواد کې دننه د بې کوره شويو خلکو د انساني اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپله ملي تګلاره پلې کړي.


د بخښنې نړیوال سازمان وايي، له شپږ لاکو زیاتو کورنيو کډوالو سره د مرستې لپاره د دې پالیسۍ رامنځ ته کېدل یو مهم ګام دی. خو دې سازمان ټینګار کړی چې د دې د عملي کیدو لپاره سیاسي او مالي ملاتړ ضروري دي.

ویل کیږي چې د کورنیو بې ځایه شویو کډوالو لپاره دا ملي تګلاره په افغانستان دننه کډوالو او راستنېدونکو کډوالو د چارو وزارت د ملګرو ملتونو په همکارۍ جوړه کړې ده.

په دې تګلاره کې د کورنیو بې ځایه شویو کډوالو په ځانګړې توګه د ماشومانو او ښځو حالت د ښه کولو لپاره د زغرده اقداماتو ترسره کول شامل دي.

د یادونې وړ ده چې دا مهال د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په لاکونه بې ځایه شوي کډ‌وال په سختو حالاتو کې ژوند کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG