د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې له نښتو یو پوځي ژوبل او بریدګر وژل شوي


په شمالي وزیرستان کې دامنیتي ادارو او وسله والو ترمنځه نښته کې یو شمیر وسله وال وژل شوي دي.


د پاکستان سرکاري ریډیو خبرورکوي چې پرون ماښام د شمالي وزیر ستان په دتاخیل او خړکمر سیمو کې وسله والو د سرکاري ځواکونو پر یو پیکټ ډزې کړې چې پکې یو پوځي افسر ژوبل شوې دې. له هغې نه پس په جوابي کاروايي کې دغه برید کوونکي وژل شوي دي.

ددې برید پړه چا تر اوسه په غاړه نه ده اخیستې. دا پېښه په داسې حال کې رامنځ ته شوې چې د حکومت او طالبانو ترمنځه د سولې خبرې اترې هم روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG