د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د ایټمي همکارۍ په لړ کې پر اووه ګامه اخیستلو سلا شوی دی


ایران سلا شوی دی چې د ایټمي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د ایټمي همکارۍ په لړ کې اووه لومړي او عملي ګامونه پورته کړي.

دا هوډ په هغه بیان کې ښودل شوی دی چې د یکشنبې په ورځ ، تهران او د ملګرو ملتونو له خوا د ایټمي څار ادارې په ګډه خپور کړی دی.

په دې ګامونو کې شامل دي چې د ملګرو ملتونو دې ادارې ته به د ایران سغند نومي کان ، اردکان کنسنټرېشن بټۍ او لښکر اباد لېزر سنټر ته د تلو اجازه ورکول کېږي.

دا بیان په تهران کې له هغو دوو ورځنیو مذاکراتو وروسته خپور شوی دی کومې چې رغنده تخنیکي خبرې اترې بلل شوې دي.

د ملګرو ملتونو د ایټمي څار اداره هڅه کوي چې ایران د هغو اوږدمهاله شکونو د لرې کولو پر پیل قانع کړي چې ګواکې تهران د ایټمي وسلې جوړولو لپاره څېړنې کړې دي. خو ایران دا تور ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG