د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارسده: د شبقدر یو هسپتال د اوسېدو لپاره په کرایه ورکړل شوی دی


د چارسدې د شبقدر په نصرتزی کې په کرایه د ورکړل شوي روغتون غولی
د چارسدې د شبقدر په نصرتزی کې په کرایه د ورکړل شوي روغتون غولی
شاه نواز ترکزی

پېښور:
د خیبر پښتونخوا د چارسدې د شبقدر تحصیل په نصرتزی کلي کې د یو روغتون ودانۍ د اوسېدو لپاره په کرایه ورکړل شوې ده.

دا روغتون اووه کاله وړاندې د متحده مجلس عمل د حکومت په دوران کې جوړ شوی وو چې تر اوس یې نه یوازې کار نه دی پیل کړی بلکې د مځکې مالک د هسپتال دا ودانۍ په کرایه ورکړېده او له تېرو څو کلونو راهسې په کې دوې کورنۍ ژوند کوي.

په کرایه د ورکړل شوي روغتون دروازه
په کرایه د ورکړل شوي روغتون دروازه
د سیمې یو اوسېدونکي حاجي رحمان مشال راډیو ته وویل چې پر دې هسپتال بیخي زیاتې پېسې ولګول شوې خو تر اوسه نه ډاکټران ورغلي او نه یې هم د خلکو د خدمت لپاره په کې څه سامان اېښودل شوی دی.

کامران نومي یو ځايي کس څو ورځې وړاندې په یو پېښه کې ټپي شوی وو. هغه د دې روغتون د غیرفعالۍ له کبله ورپېښو شوو ستونزو په اړه مشال راډیو ته وویل ً زه چې یې هسپتال ته رسولم نو پر ما ډېره زیاته سخته تېره شوه. موږ غربیان وو د موټر کرایه کولو وس مو هم نه ووً.

د خالدخان په نامه یو بل ځايي کس مشال راډیو ته وویل چې په ټول شبقدر تحصیل کې د مېرمنو لپاره هسپتال نشته.

په کرایه د ورکړل شوي روغتون د غولي یو منظر
په کرایه د ورکړل شوي روغتون د غولي یو منظر
​خالد خان زیاته کړه چې ناروغه مېرمنې تر پېښور او نورو سیمو په رسولو کې ډېرې ستونزې وي او دا یوه ښه اداره ده خو تر اوسه یې کار نه دی پیل کړی.

د هغه په وینا ، د نصرتزی د روغتون ودانۍ اوس داسې حالت ته رسېدلې ده چې له سره رغولو ته اړتیا لري.

په دې اړه مو له دې سیمې د صوبايي اسمبلۍ له غړي عارف احمدزي او د خیبر پښتونخوا د صحت له وزیر شوکت یوسفزي سره د خبرو کولو هڅه وکړه خو بریالي نه شوو.
XS
SM
MD
LG