د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران جنګي بېړۍ د امریکا سمندري پولو ته استول شوي دي


د ایران د سمندري ځواکونو یو قومندان وايي په خلیج کې د امریکايي جنګي بېړیو د ځای پرځای کېدو په ځواب کې د ایران جنګي بېړۍ د امریکا د سمندري پولو لور ته استول شوي دي.

د ایران فارس نیوز سرککاري خبري اژانس د ايران د سمندري ځواکونو د مشر رضايي حداد له خولې ويلي چې ایران د سمندري ځواک جنګي بېړۍ جنوبي افریقا ته نژدې د نړیوالو اوبو له لارې د اټلانتیک سمندر په خوا خوځيدلي دي.

خپلواکو سرچینو د دغه ایراني چارواکي د ادعا په اړه څه نه دي ویلي خو په واشنګټن کې د امریکا دفاع وزارت د دې ادعا پر رښتیاوالي شک څرګند کړی دی. پینټاګان همداراز ويلي چې د ایران جنګي بېړۍ ازادې دي چې په نړیوالو اوبو کې وګرځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG