د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې یو وسله وال وژل شوی او پنځه نیول شوي


د افغانستان د ننګرهار ولایت چارواکي وايي په ننګرهار کې يو وسله وال وژل شوی او ۵ نيول شوي دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال مشال راډيو ته نن وويل چې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې يو وسله ووال وژلی او دوه نور يې نيولي.

د هغه په وينا ورته عمليات يې په چپرهار ولسوالۍ کې هم کړي او درې تنه وسله وال طالبان يې له ځانه سره بيولي دي.

بلخوا د غزني ولايت چارواکي وايي طالبانو په يو بمي بريد کې د سيمه ييزو پوليسو د يو افسر زوی وژلی او دوه نور کسان يې ژوبل کړي.

طالبانو د دې دواړو پيښو په اړه لا تر دې دمه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG