د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د صحت کمپاین دوام لري


د خیبر پښتونخوا حکومت وايي تېره هفته شروع شوی د صحت انصاف کمپاين به نن هم دوام لري. نن به د پيښور درې شپيتوو يونين کونسلونو کې د پوليو ضد څاڅکي ورکول کيږي.

ياده دې وي چې د بيلابيلو مرضونو د مخنيوي لپاره دا کمپاين له هغه وروسته شروع چې تېره مياشت د صحت نړيوالې ادارې (WH0) وويل چې پيښور د پوليو وايرس مرکز دی.

کمپاين به د اپريل تر يوويشتم تاريخ جاري وي.

بلخوا بلوچستان کې د پولیو ضد څاڅکې ورکوونکو کارکوونکو مشال ريډيو ته ويلي دوی ته د تنخاګانو د نه ملاوېدو له وجې د لسم فرورۍ په پولیو مهم کې برخه نه اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG