د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان په واڼه کې یو مړی میندل شوی دی


بيګا د جنوبي وزيرستان په واڼا کې يو مړی موندل شوی. ځايي خلکو چې دا مړی یې ليدلی وايي، په دغه کس ډير تشدد شوی. تر اوسه دا لا نه ده معلومه چې دا سړی څوک دی او چا او ولې وژلی.

د يو بل خبر ترمخه په کږه پنګه کې يوه چاودنه شوي. ځايي خلکو مشال ريډيو ته ويلي چې چاودنه بيګا شوي او هدف يې يو ځايي هسپتال وو.

چارواکو د چاودنې کېدل منلي خو د ځايي زيان په اړه يې لا څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG