د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکمنستان چمتو دی افغانستان ته زیاته برېښنا ورکړي


د ترکمنستان ولسمشر قربانګلې بردي محمدوف وایي، هیواد یي دې ته تیار دی چې افغانستان ته زیاته برښنا ورکړي.


دا خبره ولسمشر قربانګلې بردي محمدوف د جمعې په ورځ د وزیرانو د کابینې په غونډه کې وکړه.
نوموړي وویل ، پر هغو وړاندیزونو غور کوي چې له مخې به یي افغانستان ته د برېښنا ورکړه زیاته شي له کوم سره چې به د هغه په وینا ، د انرژۍ د انتقال او وېش وړتیا هم پورته شي.

د ترکمنستان حکومت د وزیرانو په غونډه کې افغانستان ته د برښنا د انتقال د نورو لاینونو پر غځولو هم بحث وکړ.

ترکمنستان په سیمه کي د انرژۍ مهمه سرچینه ګڼل کیږي او د افغانستان تر څنګ ترکي او ایران ته هم د برېښنا د ورکړې پر پروژې کار کوي.

ترکمنستان پر دې هم فکر کوي چې پاکستان ، تاجکستان ، قزاقستان او د دې سیمې نورو هیوادونو ته هم انرژي ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG