د لاسرسي ځای

تازه خبر

کيف: د اروپایي ټولنې چارواکو له حکومتي او مخالفو غړو سره وليدل


د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره کېترين آشټن نن د يوکرېن په سرښار کيف کې د دغه هيواد له ولسمشر ويکټر يانوکويچ او د اپوزيشن له مشرالنو سره وګوري تر څو په کېف کې د ناآرامۍ د پای ته رسولو لپاره منګړيتوب وکړي.


مېمرمن آشټن په داسي وخت کې د کيف په سفر ده چې د امريکا مرستیال ولسمشر جو بایډن د يوکرېن پر ولسمشر غږ کړی چې د هیواد د روان سیاسي بحران د حل لپاره دې د نړیوالې ټولنې همکاري ومني.

سپینه مانۍ وايي بایډن له ویکټر یانوکویچ وغوښتل چې له ښارونو څخه د بلوا ضد پولیس لري کړي، زندانیان ازاد، او هغه خلک محاکمه کړي چې پر خبريالانو او مظاهره چیانو يې بریدونه کړي دي.

په کيف کې تر هغه وروسته حکومت ضد مظاهرې پيل شوې چې حکومت روس ته د نږدې کېدو په خاطر له اروپايي ټولنې سره د يو مهم تړون څخه په شا شو.

تمه څرګنديږي چې يانوکويچ به د جمعې په ورځ په سوچي کې د اولمپکس لوبو پر وخت له روسي ولسمشر ولاديمير پوټن سره خبرې اترې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG