د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: ځانمرګي برید نهه تنه ووژل ۵۰ ژوبل


په پېښور کې د شییعه ګانو د جومات مخې ته په ځانمرګي بريد کې د وژل شویو شمېر نهه تنو ته رسېدلی او ۵۰ نور ژوبل دي.


پېښه بېګا ماښام د کیسه خوانۍ بازار په رسالدار کوڅه کې رامنځ ته شوې. وژل شوي ډېری کسان د پاړه چنار اوسېدونکي دي.

د پېښور په لېډي ريډینګ روغتون کې ډاکټر سبحاني بېګا شپه مشال راډيو ته وویل، چې په ژوبلو کسانو کي د دريو حالت مرګونی دی.

وسله والو طالبان وايي دا برید دوی نه دی کړی خو بلخوا د مېجر مست ګل په نامه یوه کس مشال راډيو ته پر ټېلیفون د دې پېښې پړه پر غاړه اخستې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG