د لاسرسي ځای

تازه خبر

د يوکراين حکومت پر لانجمن قانون لاس لیک کړی دی


د یوکراین ولسمشر ويکټر يانوکوويچ د جمعې په ورځ په دې ملک کې يو لانجمن قانون منظور کړو.

دغه قانون پر حکومت ضد مظاهرو محدوديت لګوي او په وروستيو ناکراريو کې نيول شويو کسانو ته مشروطه معافي په کې شوې ده.

ولسمشر ويکټريانوکوويچ که څه هم د تنفسي ناروغۍ له کبله په رسمي رخصتۍ دى، هغه پلان يې هم لاسليک کړی چې د مظاهرو ضد لانجمن قوانين له منځه وړي.

خو اپوزيشن په قانون کې دغه بدلون رد کړی او وايي په مشروط ډول معافي نه مني، ځکه يو شرط ورته دا ايښوول شوى، څو له هغو دولتي ودانيو ووځي چې دا مهال يې په ولکه کې دي.

په يو کراین کي روانې شخړې د نومبر میاشتي په وروستیو کي وروسته له هغې پیل شوې چې ولسمشر یانوکوویچ له اروپایي اتحادیي سره د نږدي کیدو تړون رد کړ.

مظاهرې له مرکز کییف څخه نور ښارونو ته هم پراخې شوي او پدي وروستیو ورځو کي په کي لږ ترلږه دري کسان وژل شویدي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG