په اسلام اباد کې د پاکستان وزیر اعظم میا نواز شریف په مشرۍ نن له طالبانو سره د خبرو لپاره د جوړې شوې کمېټۍ غړو غونډه شوې ده.
د مشال راډیو خبریال وايي، په نننۍ غونډه کې د کمېټۍ ټول غړي او د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان موجود ول. په غونډه کې وزیر اعظم کمېټۍ ته له طالبانو سره د خبرو په اړه هدایات ورکړل او ورته یې وویل، هغه وسله والې ډلې چې خبرې کول غواړي باید ورسره خبرې پیل شي. د کورنیو چارو وزیر د کمېټۍ له غړو سره استخباراتي مالومات شریک کړل.
د چارشنبې (شورو) پر ورځ په جوړې شوې کمېټۍ کې وزیر اعظم سلاکار عرفان صدیقي، پخوانی سفیر رستم شاه مومند، د پوځ پخوانی مېجر محمد عامر او خبریال رحیم الله یوسفزی شامل دي. د یوه بل خبر تر مخه، په شمالي وزیرستان کې د وسله والو طالبانو د حافظ ګل بهادر ډلې نن د جمعې پر ورځ وویل، دوی له حکومت سره د امن په تړون ولاړ دي او پر نورو خلکو او ډلو هم غږ کوي چې په شمالي وزیرستان کې دې تاو تریخوالي ته لمن نه وهي.