د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لیبیا په طرابلس کې تښتول شوي سفارتکاران خوشي شوي


د لیبیا په پلازمېنه طرابلس کې د مصر د سفارتخانې تښتول شوي شپږ سفارتکاران خوشي کړې شوي دي.

دا کسان پرون ناوخته پرېښودل شوي دي. خو نه د لیبیا او نه هم د مصر چارواکو په دې اړه مالومات ورکړي دي.

د مصر دا پنځه سفارتکاران او یو د سفارتخانې کارکوونکی د تیرې جمعې او شنبې په منځنۍ شپه تښتول شوي وو. دا نه وه مالومه چې دوی چا تښتولي وو.

تر دې تښتونه وروسته په مصر کې د لیبیا د یوې وسله والې ډلې یو مشر ونیول شو.

د شنبې په ورځ تښتوونکو په دوبۍ کې میشت عربي ټي وي چینل العربيه له لارې په څلرویشتو ساعتونو کې د شابان هادیه په نامه د دې مشر د خوشي کولو غوښتنه وکړه.

بل پلو لیبیايي وسله والې ډلې دا رد کړې چې ګني د سفارتکارانو په تښتونو کې لاس وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG