د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې په سوره کې د ودېدونکې نجلۍ وژغورل شوه


د سوات په بحرین مانکیال سیمه کې پولیسو په سوره کې د ودېدونکې نجلۍ د واده مخه نیولې ده.

د بحرین تاڼې مشر عمر خان بېګا مشال راډیو ته وویل ، دوی خبر شو چې شپاړس کلنه شیربانو د ګل په ورځ د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې په روغه کې ورکول کېده.

عمر خان وویل ، د کاروايي پر مهال یې شپږ کسان نیولي او د هغوی پر ضد یې رپورټ درج کړی دی.

-----

بل خوا په سوات کې د کاروباري تنظیمونو مرکزي اتحاد د بجلۍ د لوډ شیډنګ خلاف یوه غونډه کړېده.

دوی وايي ، د بجلۍ د نیشتوالي له کبله د عام ولس ترڅنګ کاروبارونه هم ډېر اغېزمن شوي دي.

په دې غونډه کې پرېکړه شوېده چې د روانې میاشتې پر نهه ویشتمه نیټه به د احتجاج په توګه خپل کاروبارونه بند ساتي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG