د لاسرسي ځای

تازه خبر

لغمان کې ۴ تنو وسله والو مرګ ژوبله اوښتې


د لغمان ولايت مطبوعاتي وياند سرحدي ځواک مشال راډيو ته وويل چې د چهار شنبې په ورځ سهار چې د مرکز په ګډون د الينګار ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د افغان امنيتي ځواکونو له لورې د وسله والو طالبانو په ضد کوم چاڼير عمليات پيل شوي ول.


تر ماښام پای ته رسيدلي چې په نتيجه کې يې د مشهور قوماندان (شيرين) په ګډون ۳ تنه وژل شوي او ۱ تن يې ټپي شوی دی.

د سرحدي په وينا په دغه عملياتو کې افغان ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې
وسله والو طالبانو په دې اړه رسنيو ته تر دې دمه څه نه دي ويلي
XS
SM
MD
LG