د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د ګوزڼ ضد څاڅکي درې اهلکار ووژل شول


د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ګوزڼ ضد څاڅکو ورکونو اهکارانو باندې د برید په ترڅ کې د دوو ښځو په ګډون درې کسان وژل شوي دي.


پولیس وایي، پیښه نن ماسپښین د دغه ښار په قیوم اباد سيمه کې هغه مهال مخې ته راغله کله چې نامالومه وسله والو د پولیو ضد څاڅکو ورکونو کارکنانو باندې ډزې وکړې.

د کراچۍ د جناح هسپتال مشرې ډاکټرې سېمې جمالي مشال ریډیو ته ویلي دي په حمله کې د دوه وژل شویو ښځو او یو نارینه مړي او دوه زخمیان وروړل شوي دي.

د پاکستان په پښتني سیمو کې بیا بیا د ګوزن ضد څاڅکي ورکوونکو اهلکارانو باندې بریدونه کېږي، چې له امله یې ګڼ کارکوونکي وژل شوي دي. د روغتیا نړیوالې ادارې وايي چې د پښتونخوا مرکز پېښور د ګوزڼ وایرس یو د تر ټولو خطرناکه سیمه ګڼل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG