د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سوریې پر اپوزیسیون چې سخت په خپلو کې وېشل شوي غږ کړی چې په سوریه کې د یوه نوي انتقالي حکومت د جوړېدو په مقصد د سولې په خبرو کې برخه واخلي.
ټاکل شوې چې د اپوزیسیون ډلې نن جمعه په دې اړه رایې ورکړي چې آیا د جنوري په ۲۲ مه نېټه په سویس کې د سولې په خبرو کې به ګډون وکړي کنه.
مسکو پرون یوځل بیا له لویدیځو هېوادونو وغوښتل چې ایران ته په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف وویل چې؛ ایران به خامخا په سوریه کې د کورنۍ جګړې د ختمولو په مقصد د هڅو یوه برخه شي او باید په کې شامل شي.
لاوروف پرون په مسکو کې د ایران او سوریې د بهرنیو چارو له وزیرانو جواد ظریف او ولیدالمعلم سره وکتل.
ظریف وویل چې، ایران به په دې غونډه کې په هغه صورت کې چې د ګډون لپاره له مخکې شرایط پرې کېښودل شي؛ برخه وانه خلي.