د لاسرسي ځای

تازه خبر

"له ۲۰۱۴م پس د نیشي توکو ممکنه قاچاق اندېښمنوونکی دی"



افغان چارواکو له ۲۰۱۴ کال وروسته د مخدرو مواد د قاچاق له کبله د هېواد د وضعیت د خرابېدو پر احتمال اندېښنه څرګنده کړې.


له مخدرو موادو سره د مبارزې مرستیال وزیر محمدابراهیم ازهر مشال راډیو ته وویل؛ که نړېواله ټولنه د دې ستونزې په له مینځه وړلو کې مرسته ونه کړي نو مخدر مواد ښايي په یوه ملي او نړیوال ګواښ بدل شي:

"زموږ اندېښنه هم داده چې که نړیوال ځواکونه سبا له هېواده ووځي او موږ د مخدروموادو د کر، تولید، پروسس او قاچاق د مخنیوي لپاره پوره ظرفیت ونه لرو؛ نو د افغانستان مخدرمواد به په یوه ملي او نړیوال ګواښ بدل شي."

له مخدرو موادو سره د مبارزې د وزارت مرستیال د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش جان سوپکو د وروستیو څرګندونو په ځواب کې دا خبره وکړه.

سوپکو په یوه راپور کې خبرداری ورکړی و چې؛ ښايي افغانستان له ۲۰۱۴ کال وروسته پر جنایاتو او مخدرو موادو متکي یوه هېواد بدل شي ځکه د ده په وینا په افغانستان کې د مخدرو موادو تولید په بېساري ډول زیات شوی.

په همدې حال کې د امریکا پوځ وايي؛ له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان له مخدروموادو سره د مبارزې په دوام به، په بحرین کې یو استخباراتي مرکز جوړ کړي.

د امریکا د دفاع وزارت د مخدروموادو پرضد د مبارزې مشر ایرین لوګان د امریکا په سنا کې د مخدروموادو ضد مبارزې یوې کمیټې ته وویل ددې مرکز د جوړولو هدف ددې خبرې یقیني کول دي چې له مخدرو موادو سره مبارزه به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له کمېدو سره ونه ځنډېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG