نن د جمعې پر ورځ سهار مهال له پېښوره و کراچۍ ته تلونکي اورګاډي باندې بمي چاودنه شوې ده.
د پاکستان اورګاډي څانګې چارواکي عاطف عباس د پيښې په اړه مشال ریډیو ته وویل، چې چاودنه د پنجاب صوبې په راجن پور سیمه کې له پیښوره و کراچۍ ته په تلونکي اورګاډي خوشال خان خټک ایکسپریس کې شوې ده چې له امله یې درې کسان وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل شوي دي.