د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن به په هند کې د افغانستان او پاکستان په اړه یو نړېوال کنفرانس جوړ شي


تمه ده نن په هند کې د تماس نړېوالې ډلې له خوا د افغانستان او پاکستان په اړه یو نړېوال کنفرانس جوړ شي.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې کنفرانس کې به چې تمه ده د څه باندې پنځوسو هېوادونو استازي برخه واخلي ترډېره د افغانستان امنيت، سياسي او اقتصادي انتقال، انتخاباتي اصلاحات، د سولې پروسه او نور مسايل مطرح شي.

د تماس نړېواله ډله يوه سياسي ټولنه ده، چې د جرمني په نوښت جوړه شوې او په افغانستان او سيمه کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره هڅه کوي.

د دې کنفرانس په تعقیب به سبا د اسیا د زړه هېوادونو یا د استانبول پروسې کنفرانس هم په نوي ډهلي کې جوړ شي چې د بېلابېلو سيمه ييزو هېوادونو او نړېوالو سازمانونو څه باندې ٤٠ وزيران يا هم عالي رتبه استازي به په کې ګډون کوي.

د اسټانبول پروسه په ۲۰۱۱ کال کې پيل شوه چې له مخې یې د غړو هېوادونو چارواکي په خپلو کې د امنیت او اقتصاد په ګډون پر بیلابیلو مسایلو د همکاریو په اړه غونډې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG