د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسي جرګې د ۱۳۹۳ مالي کال ملي بودجه د رایو په اکثریت تصویب کړه


د افغانستان ولسي جرګې د ۱۳۹۳ مالي کال ملي بودجه د رایو په اکثریت تصویب کړه.

په دغې بودجه کې څلور سوه او اته ویشت میلیارده او درې سوه اته اویا میلیونه افغانۍ په پام کې نیول شوي چې ۲۸۰ میلیارده او ۴۷۲ میلیونه افغانۍ عادې بودجې ته او ۱۴۷ میلیارده او ۹۰۵ میلیونه افغانۍ پراختیایې بودجې ته ځانګړي شوي دي.


د روان مالي کال ملي بودجه تر دې وړاندي هم د ولسي جرګې لخوا د وکیلانو په خبره دځینو نیمګړتیاوو له کبله رد شوې او د اصلاحاتو لپاره بیرته د مالیې وزارت ته لیږل شوې وه .

د ملي بودجې طرحه د روان کال په لیندۍ میاشت کې د مشرانو جرګې لخوا تایید شوه او بیا د تصویب لپاره ولسي جرګې ته ولیږل شوه .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG