د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د چک جمهوريت له مرستو مننه وکړه


د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د چک جمهوريت د هغو مرستو مننه وکړه؛ چې په افغانستان کې يې پر انکشافي کارونو او د افغان قواوو پر روزنې لګوي.


د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ارشاد احمديپرون د سېشنبې پر ورځ په کابل کې د چک له سفير "ميروسلاف کيوسک" (Miroslav KOSEK) سره په کتنه کې له افغانستان سره د دې هېواد مالي مرستې مهمې وبللې.

د بهرنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو پر اساس؛ چک جمهوريت ژمنه کړې، چې له ٢٠١٢ څخه نيولې تر ٢٠١٧م کاله پورې د افغانستان پر پراختيايي پروژو څه کم څلورلکه ډالره او له ٢٠١٥م تر ٢٠١٧م کاله پورې د افغان قواوو پر روزنې څه کم درې لکه امريکايي ډالره ولګوي.

دواړه لوريو په خپلو کې د پوځي، کرنيزو، اقتصادي او سوداګريزو مرستو پر پراختيا هم خبرې وکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG