د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق ته د بان کي مون سفر او خونړۍ چاودنې


په داسي حال کې چې د ملګرو ملتونو جنرل سېکرټري بانکي مون د عراق په سفر و، پرون په بغداد کې په يو موټر بم چاودنه کې لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل شول او په درزنو نور ژوبل شول.


دا بريد چې په شيعه مېشته سيمه کې وشو تر اوسه يې چا پړه په غاړه نه ده اخيستې. تر ټولو خونړی بريد د ښار په شاب سيمه کې وشو چې لږ تر لږه ۱۰ کسان پکې ووژل شول او ۱۳ نور ژوبل شول. څلور نور بريدونه پرون ماځيګر هغه وخت شول کله چې خلک د ميلاد په ترڅ کې د عامې رخصتۍ په ورځ په کوڅو کې ول. وسله والو د بغداد په جنوب کې پر يوه امنيتي پوسته هم بريد وکړی چې درې پوليس والا يې ووژل. د ۲۰۰۸ م راهيسې تېر کال په عراق کې تر ټولو خونړی کال و چې لږ تر لږه ۵۵۰۰ کسان په فرقه ايز تشدد کې وژل شوی دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG