د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د اې این پي د خیبر پښتونخوا لنډمهاله مشر ووژل شو


میا مشتاق : عکس له اې این پی اخیستل شوی دی
میا مشتاق : عکس له اې این پی اخیستل شوی دی
پيښور: د خیبر پښتونخوا له مرکز پېښور سره نژدې په بډه بيره سیمه کي یکشنبې په ورځ د عوامي نيشنل ګوند صوبايي مخکښ میا مشتاق له دوو نورو ملګرو سره یو ځای د نامالومه وسله والو په ډزو کې ووژل شو.

میا مشتاق د عوامي نيشنل ګوند پخواني ضلعي مشر او زوړ خداي خدمتګار وو پاتې شوی وو.

په پېښور کې د مشال راډیو خبریال وايي چې میا مشتاق له خپلو دې نورو ملګرو سره خپل کلي ماشوخیلو ته روان وو چې له بډه بېري سره نژدې نامالومو وسله والو ډزې پرې وکړې او هغوی ووژل شو.

تر دې وړاندې هم د عوامي نشنل ګوند یو شمېر مهم مشران او لوی شمېر کارکنان وژل شوي دي چې د زیاترو پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې ده.
XS
SM
MD
LG