د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې وسله والو پر پولیسو ډزې کړي دي


د صوابۍ له لنک روډ سره نژدې پر موټر سایکل سپرو وسله والو د ټرېفک پر پولیسو ډزې کړې دي چې د نواز په نامه عسکر یې تپي کړی دی.

د صوابۍ د تاڼې چارواکو مشال راډیو ته وویل چې ټپي شوی عسکر نواز د تل په څېر پر ډیوټي ولاړ وو چې نامالومو وسله والو پرې ډزې وکړې.

د تاڼې د چارواکو په وینا ، وسله وال د پېښې له ځایه تښتېدلي دي او دوی ټپي شوی عسکر د پېښور لیډي ریډنګ روغتون ته وړی دی.

بل پلو د یاد روغتون چارواکو مشال راډیو ته وویل چې ټپي شوی عسکر پر مخ او سینه لګېدلی دی خو روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ نه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG