د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چودري اسلم د وژنې مقدمه د طالبانو پر مشر ثبت شوې ده


په کراچۍ کې د سي ایي ډي په وژل شوي افسر چودري اسلم د حملې مقدمه د وسله والو طالبانو د ډلې مشر او ویاند خلاف لیکل شوې ده .

پولیس وایي د حملې په اړه د پلټنې په لومړني رپورټ ایف آیي ار کې د وسله والو طالبانو مشر ملا فضل الله او د دغې ډلې ویاند شاهد الله شاهد ملزمان نومول شوي دي .

دا کیس د کراچۍ ګلشن ټاون د پي ایي بي کالونۍ په تاڼه کې لیکل شوی دی . د دغه تاڼې ایس ایچ او اصف منور په دې اړه تېره شپه ناوخته مشال ریډیو ته وویل.

د سي ایي ډي پولیسو ایس پي چودري اسلم د تیر زیارت په ورځ د کراچۍ په عیسه نګري سېمه کې په یو ځانمرګې حمله کې سره د دوو نورو پولیسو ووژل شو.

وسله والو طالبانو د چودري اسلم د وژنې پړه منلې .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG