د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوري المالیکي وايي عراقی ولس دي د القاعده پر ضد یو شي


د عراق وزیر اعظم نوري المالکي په خپل ولس د القاعده خلاف په جګړې کې د یوالي غږ کړی.

پرون د خالي په ورځ په بغداد کې یوي سیاسي غونډي ته په خپله وینا کې مالکي په سني میشت انبار صوبه کې د پوځي عملیاتو تر شاه د څه قسم فرقه اییزو مقاصدو تردید کړی.

د دغه صوبي د رمادي او فلوجه په زیاتره برخو په تیرو اونیو کې القاعده ډلې کنټرول تر لاسه کړی وو، چې اوس عراقي ځواکونو او قبایلي جنګیالو د زیاترو سیمو کنټرول واپس اخیستی.

په عراق کې د ازادي اروپا د خبریال ترمخه پرون د خالي په ورځ پّه فلوجه کې ارامي وه.

د انبار صوبي د صحت یو چارواکی وایې په تیرو دوو اونیو کې د روانې جګړي له عمله څه نا څه شپیته کسان وژل شوې دي، او زیاتوي، په دغو کې دري څلویښت په رمادي او اولس په فلوجا کې وژل شوې دي.
XS
SM
MD
LG