د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عراق په رمادي او فلوجه کې د حکومتي ځواکونو او اورپکو جګړه روانه ده


د عراق په انمبار صوبه کې حکومتي ځواکونه د خپلو ملګرو په ملاتړ له القاعده سره د تړلو اورپکو پر وړاندې په جګړه بوخت دي.

رپوټونه وايي چې په ټېنکونو سمبال پوځي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ د رمادي او فلوجه په منځنۍ سیمه کې د اورپکو پر ضد عملیات کړي دي.

د چارشنبې په ورځ هم په دې ښارونو کې د جګړې خبرونه وو. دا هغه ښارونه دي چې په تېره اونۍ کې یې ځینې برخې وسله والو نیولې وې.

د بشري حقونو سازمان (هیومېن رایټس واچ) حکومتي ځواکونه او وسله وال دواړه په ظلم کولو تورن کړي دي.

یاد سازمان وايي چې په څرګنده دواړو غاړو د جګړې له یو غیرقانوني لارې کار اخیستی په کوم کې چې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې او جایدادونو ته زیان رسېدلی دی.

د امریکا مرستیال ولسمشر جیو بایډن پر عراقي وزیراعظم نور المالیکي ږغ کړی دی چې په غوڅه توګه د وېشل شوو شعیه او سني ټولنې ترمنځ سیاسي جوړجاړی ولټوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG