د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په هلمند کې درې ځانمرګي وژل شوي دي


د افغانستان د هلمند ولایت په لښکرګاه کي د پوليسو د مرکز مخې ته په يوه تجارتي مارکيټ کې ختلي دري ځانمرګي بريد کوونکي وژل شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمرځواک مشال راډیو ته وویل چې دا پيښه دپنجشنبې په ماښام لمانځه مهال رامنځته شوي ده.

هغه ویل چې دوو بريد کوونکو په ځان پورې تړلي چاودونکي توکي چولي او دریم په مخامخ ډزو کي وژل شوى دى.

عمرځواک وايي په ځانمرګو بريدونو کې يو پوليس وژل شوى او شپږ نور ټپيان دي چي روغتيايي حالت يي د ډاډ وړ دى.

د هغه په وینا ، په دې بريدونو کې ملکې کسانو ته زيان نه دى رسيدلى. تر اوسه د دې بريد پړه چا پر غاړه نه ده اخستې.
XS
SM
MD
LG