د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په افغانستان کې د بندیانو پر خوشي کېدو اندېښنه ښودلې ده


امریکا له هغه وروسته اندېښنه ښودلې چې افغانستان د هغو بندیانو د خوشي کولو اعلان وکړ ، کوم چې د امریکايي چارواکو په فکر یو امنیتي خطر دی.

د سپینې ماڼۍ یوې ویاندې جین ساکي د پنجشنبې په ورځ وویل چې دا (دوه اویا) بندیان خطر ناک مجرمان دي د کومو چې افغان چارواکو د خوشي کولو پلان لري.

جین ساکي وویل ، د سړک د غاړې د بمونو په ګډون داسې ډېر ثبوتونه شته چې دا بندیان له ترهګرۍ سره په تړلو جرمونو کې ککړ ښي.

تر دې وړاندې د پنجشنبې په ورځ وختي د افغان ولسمشر حامد کرزي له دفتره په یو بیان کې وویل شو چې د دې بندیانو پر ضد د جرم کولو ثبوت یا خو نشته او هم د نه برابر دي.

د ولسمشر کرزي له خوا خپاره شوي بیان وویل چې شپاړس نور بندیان به تر هغه وخته بندي وي چې دوسیې یې بیا نه وي څېړل شوې.

په تېره اونۍ کې د امریکايي سېنټ یوه پلاوی له ولسمشر حامد کرزي سره ملاقات وکړ او هغه ته یې وویل چې که چېري افغانستان د پروان ولایت په زندان کې بند دا (اته اتیا) بندیان خوشي کړل نو دا به د افغانستان او امریکا پر اړیکو ډېره اغېزه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG