د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو سازمان د کراچۍ د لیاري په اړه اندېښنې ښودلې دي


د پاکستان د بشري حقونو سازمان د کراچۍ په لیاري او نورو تشدد ځپلو سیمو کې د اوسېدونکو خلکو خوندیوتوب په اړه اندېښنې ښودلې دي.

یاد سازمان د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې په کراچۍ کې د تشدد پېښې معمول ګرځېدلی دی.

په بیان کې ویل شوي چې په دې وروستیو کې د دې ښار په لیاري کې پر سیاسي بنیاد د څلور کسانو وژل کېده او پر یو مېرمن جنسي تېری له هره پلوه خواشیني کوونکی وو.

د بشري حقونو سازمان پر حکومت نیوکه کړې چې د تشدد په نه ختمولو سره یې دا ثابته کړېده چې دوی ولس ته د ژوند کولو حق په ورکولو کې پاتې راغلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG