د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یو اقدام مخه نیولې


روسیې د ملګرو ملتونو امنیتي شورا هغه اقدام مخه نیولې ده چې پکې د شامي ولسمشر بشار الاسد پر رژیم انتقاد شوی دی.


برتانیې یو بیان امنیتي شورا ته وړاندې کړی وو چې پکې د حلب پر ښار د شامي حکومت پر بمبارۍ د غوسې څرګندونه شوې ده. ویل کېږي، د ډېسېمبر له ۱۵مې په هغه ښار کې د بمبارۍ له کبله له ۷۰۰ زیات کسان وژل شوي او ۳۰۰۰ ژوبل دي.

خبري اژانسونه د ډېپلوماټانو له خولې وايي، روسیې د برتانیې په بیان کې بدلونونه یا ترمیمونه وکړل.

رویټرز د یوه چارواکي له خولې لیکي: (([د روسیې ترمیمونه] په واضحه ډول داسې جوړ شوي دي چې پکې په حلب کې د پېښو شویو حالاتو هره حواله لرې کړل شوې ده.))

روسیې د ډېسېمبر پر ۱۹مه دې ته ورته د یوه بل بیان هم مخالفت کړی وو چې په نتیجه کې به یې د شامي پوځیانو له خوا پر ولسي وګړو د حملې غندنه شوې وه.

روسیه د اسد نېږدې ملګری هیواد دی. تر دې مخکې روسیې او چین د امنیتي شورا درې پرېکړه لیکونه رد کړي ول چې په پایله کې به یې د اسد حکومت غندل شوی وای.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG