د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق: د پوځ پر یوه مرکز ځانمرګې حملې ۱۲ سرتیري ووژل


د عراق پولیس وايي،په مرکزبغداد کې د پوځ د استخدام پر یوه مرکز په شوي انتحاري حمله کې لږ تر لږه ۱۲ سرتیري وژل شوي دي.


په ننۍ برید کې ۲۵ تنه نور ژوبل شوي دي.

که څه هم چې تر اوسه پورې چا د دې حملې مسولیت نه دی منلی خو په عراق کې ځانوژونکې حملې د القاعده شبکې کار بلل کیږي.

اخوا بیا د الانبار ولایت په فلوجه او رمادي ښارونو کې د عراق د امنیتي ځواکونو او القاعده پورې مربوطو وسله والو ترمنځ جګړې دوام لري.
XS
SM
MD
LG