د خیبر پښتونخوا اطلاعاتو وزیر شاه فرمان ویلي دي چې که د پاکستان وفاقي حکومت د بنو بجلي بنده کړه نو دوی به یې پر پنجاب بنده کړي.
دا خبره تېر ماښام شاه فرمان د برېښنا پیداوار دولتي وزیر عابد شېر علي د پرونۍ خبري غونډې په غبرګون کې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ته وکړه. شېر علي ویلي ول چې د برېښنا تر ټولو زیاته غلا په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف وزیرانو په حلقو کې کېږي.
شاه فرمان زیاته کړه چې د برېښنا تر ټولو زیاته غلا په پنجاب او سېند کې کېږي خو تور پر خیبر پښتونخوا پورې کېږي: کټ
د خیبر پښتونخوا د برېښنا پیداوار، وېش او خرڅلاو پر موضوع د صوبايي حکومت او وفاقي حکومت تر منځ اختلافات دي.