د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د ګازو کاربن د ملي اردو شپږ سرتیري ووژل


تېره شپه په خوست کې د ملي اردو شپږ تنه سرتیري په خپله کوټه کې د ډبرو د سکارو غازو مصموم کړي او وژلي دي.


د خوست د ولایتي روغتون رئیس ډاکټر عبدالمجید منګل مشال راډیو ته وویل، چې نوموړي روغتون ته د وژل شویو شپږو سرتیرو مړي لیږدول شوي دي.

عبدالمجید منګل وړاندې وویل، چې سرتیرو په بیدیا کې اول په یو بیلر کې د ډبرو سکاره بل کړي يې سکاره خپلې کوټې ته وړي دي، هغوی په کوټه پسې دروازې تړلي او وروسته سکارو د کاربن ګاز تولید کړی، چې له امله يې په پیل کې سرتیري مصموم شوي او وروسته مړه شوي دي.

نوموړي د مشال راډیو سره په خبرو کې د ژمي په موسم کې له ټولو خلکو په کلکه وغوښتل، چې د هغو توکو په سونګ کې دې احتیاط وکړي، چې ګاز تولیدوي.

ده وویل، خلک باید په ځانګړي ډول د شپې له خوا ټول د ګازو لرونکي وسایل د استوګنې له کوټو لیرې ځایونو ته ولیږدوي.

د یادونې وړ ده د ژمي په موسم کې په خوست کې ډېرې ورته پيښې رامنځته شوي او یو شمېر خلکو چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.
XS
SM
MD
LG