د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د شام په اړه د سولې په کانفرنس کې د ګډون طرح رد کړه


ایراني چارواکي ښکاري د شام په اړه د سولې په راتلونکې کانفرنس کې د خپل ګډون طرح رد کړي.


د ایران دولتی خبري اژانس ایرنا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې مرضیې افخم له قوله لیکلي چې نوموړې پرون ویلي، ایران چمتو دی چې د جنوري په ۲۲مه د شام د سولې په کانفرنس کې برخه واخلي خو نوموړې یادونه کړې چې تهران به یوازې هغه وړاندیز ومني چې د اسلامي جمهوريت له شان سره ښايي.

مېرمن افخم دا وینا د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کېري د وروستیو څرګندونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وکړې. ښاغلي کېري ویلي و، ښايي داسې لارې چارې وي چې ایران د دې غونډې له حاشیې څخه کوم رول ولوبولای شي.

د ملګروملتونو مرستیال ویاند فرحان حق پرون وویل ایران د هغو هېوادونو په لومړني فهرست کې نه دی شامل چې غونډې ته بلل شوی دی او زیاته یې کړه چې د امریکا او روس د بهرنیو چارو وزیران به د جنوري په دیارلسمه نېټه په خپله کتنه کې پر دې بحث وکړي چې ایران په دې کانفرنس کې څه ډول برخه اخیستلای شي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG