د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا غواړي عراق ته ژر تر ژر پوځي وسایل ورسوي


د امریکا حکومت وايي، دوی عراق ته د پوځي تجهیزاتو د رسولو چاره چټکوي څو له دې هیواد سره د القاعده شبکې پورې د تړولو وسله والو خلاف جګړه کې مرسته وکړي.


د سپینې ماڼۍ ویاندجي کارني د دوشنبې په ورځ واشنګټن کې خبریالانو ته وویل د امریکا متحده ایالات له عراقي چارواکو سره له نژدې کار کوي څو په القاعده شبکې پورې د تړولو ډلو د منزوي کولو لپاره یوه پراخه ستراتیژي رامنځ ته کړي.

جي کارني وویل، د امریکا متحده ایالات پر دې غور کوي چې په دې کال کې عراق ته اضافي څارګرې بې پیلوټه الوتکې او توغندي ورکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تېره اونۍ د القاعده شبکې سره تړلې د عراق د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې او ملاتړو یې د فلوجه او رمادي ځینې برخې ونیولې.

د دوشنبې په ورځ د عراق وزیر اعظم نوري المالیکي د فلوجه له خلکو وغوښتل له ښار څخه د وسله والو د ایستلو لپاره اقدام وکړي او د عراقي پوځ د برید مخه ونیسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG