د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه پر خپلو شرایطو ټینګار کوي


افغان حکومت بیا هم ټینګار کوي چې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي او دفاعي تړون به هغه وخت لاسلیک کړي چې شرایط یې ومنل شي.


د افغان ولسمشر د ویاند مرستیالې عادلې راز نن د امریکا د وروستي خبرداري په ځواب کې مشال راډیو ته وویل چې که د امریکا له خوا د لويې جرګې او افغان حکومت پرېکړي او شرطونه ومنل شي دا تړون لاسلیک کېدای شي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني ویلي وو که چېرې افغان حکومت له ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان کې د یو شمېر امریکايي سرتېرو پاته کیدل غواړي نو د کابل او واشنګټن تر منځ امنیتي تړون دې په څو اونیو کې لاسلیک کړي.

ښاغلي کارني ویلي، اړه یو چې د ۲۰۱۴م کال څخه د وروسته مودې لپاره پلان جوړول پیل کړو چې له مخې به یې په افغانستان کې هیڅ امریکايي او یا د ناټو سرتیري پاته نه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG