د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روس حکومتي مخالف میخاییل خودورکوفسکي سویسزرلینډ ته رسېدلی


خودورکوفسکي Mikhail Khodorkovsky چې تېره میاشت د روس له یوه زندان څخه خوشې شو، تراوسه په برلین کې اوسېده.

د خودورکوفسکي ویاند کریسټیان هان Christian Hanne وویل چې نوموړی له خپلې مېرمنې او دوو زامنو سره پرون په ریل ګاړي کې د سویس باسل ښار Basel ته تللي.

خودورکوفسکي د سویس یوه ټیلي ویژن ته وویل چې دی غواړي د سیاسي قیدیانو د خوشې کولو لپاره کمپاین وکړي.

سویسزر لینډ د تېرې دوشنبې په ورځ ده ته درې میاشتو ویزه ورکړه. خودورکوفسکي د درغلۍ او ټیکس نه ورکولو په تور په جیل کې د نژدې لسو کالو له تېرولو وروسته د دسمبر په شلمه نېټه د ولسمشر ولادیمیرپوټین دبښني له حکم سره سم له جیله خوشې شو، خو ده به همیشه ویل چې بېګناه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG