د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د ولسمشرۍ کاندېدان د حکومتي چارواکو د لاس وهنې مخنیوی غواړي


د افغانستان د ولسمشرۍ کاندیدانو پر ولسمشرحامدکرزي غږ کړی چې په راتلونکو انتخاباتو کې د دولتي چارواکو د لاسوهنې مخنیوی وکړي.

د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر په یو بیان کې چې پرون خپور شوې ، وايي چې یوولسو کاندیدانو د امن په شرایطو کې د رڼو انتخاباتو د ترسره کېدو او په دې لړ کې د دولتي چارواکو پر مداخلت نه کولو ټینګار وکړ.

د بیان له مخې ولسمشرکرزي د جمهوري ریاست له کاندیدانو څخه وغوښتل چې په انتخاباتو کې د چارواکو د لاسوهنې د مخنیوي لپاره خپلې خبري حکومت ته وړاندې کړي.

په غونډه کې د انتخاباتو د دواړو کمیسیونونو مشران هم حاضر وو.

بلخوا د افغان پوځ چارواکو ولسمشرکرزي ته ډاډ ورکړ چې افغان امنیتي ځواکونه کولای شي د انتخاباتو امنیت په ښه ډول ټینګ کړي.

پرون د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر په یوبل بیان کې د دفاع وزارت له چارواکو سره د ولسمشرحامدکرزي د کتنې خبر ورکړی.

په بیان کې راغلي چې افغان ولسمشر د دفاع وزارت چارواکو سره په کتنه کې د افغان پوځ د پیاوړتیا او د انتخاباتو د امنیت په اړه خبرې وکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG