د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د دفاع وزیر وايي: له عراق سره د القاعده په ځپلو کې مرسته کوي


دامریکا ددفاع وزیر جان کیري داتوار په ورځ وویل : دوی د عراق حکومت سره د القاعدې په ځپلو کې مرسته کوي، خو خپل ځواکونه به یو وار بیا عراق ته ونه لیږي. د نومړي داڅرګندونې وروسته له هغې مخې ته راغلي چې د عراق وزیر اعظم نوري المالکي تر دې وړاندې وویل : په انبار صوبه کې به ټولو ترهګر ډلو ته ماتې ورکوي.

مالکي دا خبره په داسې وخت کې کړې چې د دغه صوبې په فلوجه او رمادي ښارونو کې د حکومتي ځواکونو او القاعده شبکې سره تړاو لرونکیو وسله والو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

مالکي په العراقیه ټیلي ویژن په خپلو څرګندونو کې وویل تر څو پورې چې په انبار صوبه کې یې ټول ترهګر ختم کړي نه وي، او د سیمې د خلکو ژوند یي محفوظه کړی نه وي، حکومتي ځواکونه به خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

په انبار صوبه کې د مشال راډیو د عراق دڅانګې خبریال عبد الخالق محمد وايي د فلوجه ښار شاوخوا ۶۰ فیصده علاقي د القاعده وسله والو په کنټرول کې دي.

عراقي عسکرو په دغه ښار کې د وسلوالو خلاف د ماټر ګولو بمباری کړي، چې پکې اته کسان وژل شوی، او دیرش نور ژوبل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG