د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې د موتربم چاودنه شوې


د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي د دغه ولایت په غني خیل ولسوالۍ د چاودیدونکو موادو ډک موټر هدف ته تر رسیدو دمخه چاودلې او پنځه وسله وال مخالفین په کې وژل شوي دي.


دننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال مشال راډیو ته وویل؛ چې دا پیښه نن سهار داسې مهال شوې چې؛ وسله والو طالبانو د ملي اردو پر یوه مرکز د برید نیت درلود، خو پلان یې شنډ شو.

دی وایي، په دې پیښه کې ملکي وګړو ته زیان نه دی رسیدلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG