افغان حکومت د لوګر ولایت په بره کي برک ولسوالۍ کې پرونۍ ترهګریزه حمله وغندله.
په دې حمله کې د یوه ماشوم او یوې ښځې په ګډون پنځه تنه ملکي وګړي ووژل شول او اولس نور ټپیان شول.
جمهوري ریاست پرون د پنجشنبې پر ورځ په یو بیان کې د ولسمشر حامد کرزي له قوله ولیکل چې وايي، د ملکي وګړو، په تېره د ماشومانو او ښځو وژنه هېڅ راز توجیه نه لري.
پرونۍ حمله د برکي برک ولسوالۍ په بازار کې په یوه بایسکل کې د ځای پرځای شوي بم د چاودنې له کبله وشوه.