چین پاکستان ته د شپږنیم بلین ډالرو برابر قرضه ورکوي څو په کراچۍ ښار کې د اټومي برېښنا د دوو سټېشنونو پر جوړولو یې ولګوي.
د پاکستان د خزانې وزارت پرون د پنجشنبې پر ورځ له چین سره دا معامله تصدیق کړه او ویې ویل چې دا قرضه د اېکسم Exim په نوم یو چینایی بېنک ورکوي.
د دې دوو سټېشنونو د جوړولو کار په اصل کې تېر کال پیل شو خو پاکستاني چارواکو د شورو په ورځ د لومړي ځل لپاره دا خبره ښکاره کړه چې د دې پروژې د لګښت قرضه د یوه چینايي دولتي بېنک له خوا ورکول کيږي.
تمه ده چې د کې دوه K-2 او کې درې K-3 په نوم د اټومي برېښنا د مرکزونو د فعالیت له پیل سره به په پاکستان کې د بجلي پيداوار څه باندې 15 فیصده زیات شي.