د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان کري هیله من دی چې د اسرایل او فلسطنیانو ترمنځ اختلافات راکم کړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هیله مند دی چې د منځني ختیځ د سولې د پروسې په ترڅ کې د اسرایل او فلسطنیانو ترمنځ اوسني اختلافات راکم کړي.


تمه کیږي چې جان کري به نن منځني ختیځ ته ورسیږي.

په دې ترڅ کې د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس ویلي چې دوی به په فلسطیني سیمو کې د اسراییل له خوا د نویو یهودي میشت ځایونو د جوړولو پر ضد دیپلوماتیک او قانوني ګامونه واخلي.

عباس په رم الله ښار کې وویل، د نورو یهودي میشت ځایونو جوړول دا ښيي چې اسراییل د سولې په خبرو اترو کې جدي نه دی.

اسراییل په تیره جولايي میاشت په لویدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې د زرګونو نویو میشت ځایونو د جوړولو پلان اعلان کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG