د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مصر کې دوه کسان وژل شوي دي


په مصر کې د اسلامپالو پلویانو مظاهره کوونکو او پولیسو تر منځ په نښته کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.

د هیواد کورنیو چارو وزارت وايي، تاوتریخوالی پرون ناوخته د سکندریه په ښار کې شوی دی. د ولسمشر محمد مرسي تر لرې کولو وروسته په مصر کې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې دوام لري. پوځ د جولای په میاشت کې د خلکو تر پراخو مظاهرو وروسته مرسي له دندې لرې کړ. له هغه وخت راهیسې سلګونه کسان وژل شوي او زرګونه نیول شوي دي. پرون پولیسو پر سلګونه مرسي پلوه مظاهره کوونکو اوښکې تویونکی ګیس او د اوبو ګولې وپاشلې. مظاهره کوونکي په قاهرې کې د دفاع له وزارت سره نېږدې ورغونډ شوي ول، سړک یې تړلی وو او د پولیسو او پوځ ضد یې نعرې وهلې. د دوشنبې پر ورځ امریکا د مصر له خوا اخوان المسلمین د ترهګرې ډلې په توګه پر نومولو، او د امنیتي ځواکونو له خوا د خلکو پر نیولو اندېښنه وښوده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG