د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې تېر کال ۷۳۰۰۰ کسان وژل شوي دي


په شام کې د مرګ ژوبلې حساب کوونکې یوې ادارې ویلي، تېر کال د هیواد په جګړه کې له ۷۳۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

برتانیا مېشتې د شام بشري حقونو څار ادارې پرون وویل، له دې مرګ ژوبلې سره تېر کال د شام تر ټولو خونړی هغه وو. په هغه هیواد کې کورنۍ جګړه په ۲۰۱۱ز کال کې پیل شوې وه. دې ادارې دا شمېرې پر داسې وخت خپرې کړې دي چې تېره ورځ د حلب په ښار کې د رژیم په هوايي بمبارۍ کې لږ تر لږه 5 کسان ووژل شول. د سې شنبې پر ورځ د شام بشري حقونو څار ادارې د ټولې جګړې د وژنو شمېر خپور کړ. ادارې وویل، د جګړې له پیل راهیسې له ۱۳۰۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي چې پکې زیاتره د دواړو خواوو جنګیالي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG